د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو په وروستۍ بیړنۍ غونډه کې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه، د هېوادونو د بېرغونو په کتار کې د افغانستان ملي بېرغ درول شوی و او د طالبانو استازي پکې ګډون نه درلود.
قطر ته د امیرخان متقي پرځای د طالبانو دفاع وزیر تللی.
قطر د طالبانو نږدې متحد ګڼل کیږي او د دغې ډلې د سیاسي دفتر کوربه هېواد دی، خو په دوحه کې د اسلامي او عربي هېوادونو په بیړنۍ غونډه کې ددې ډلې استازی نه و او ددې ډلې د بیرغ پرځای، د هېوادونو د بیرغونو په کتار کې د افغانستان ملي بیرغ درول شوی و.
د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي، خو د اسلامي هېوادونو د غونډې په څنډه او خپاره شوي انځور کې د طلبانو د هیڅ استازي انځور نه لیدل کیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله دې غونډې ته نه دی بلل شوی.
دغه غونډه د اسراییل وروستي برید د غندنې او له قطر سره د یووالي د څرګندولو لپاره جوړه شوې وه.
د غونډې د ګډونوالوګډې اعلامیې د فلسطین د خلکو پر ملاتړ ټینګار کړی، د اسراییل بریدونه یې غندلي او پر نړیوالو یې غږ کړی، چې د بشري حقونو د نقض د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

