روسی څېړونکی وايي، طالبانو د جاسوسۍ په تور زنداني کړی و

۲ ساعتونه مخکې

روسی څېړونکی سویاتوسلاو کاورین چې ۵۲ ورځې یې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې دي وايي، چې طالبانو د روسيې لپاره د جاسوسۍ په تور زنداني کړی و. هغه وايي:« کله یې چې کابل ته یوړم، پر ما یې د روسيې لپاره د جاسوسۍ او د طالبانو د حکومت ضد تبليغاتو تور ولګاوه.»

نوموړی وايي:« د جواهراتو قاچاق او په ناقانونه توګه د سیاحتي وېزې اخیستل نور هغه تورونه وو، چې افغانستان ته په تګ پر ما ولګېدل.» هغه زیاته کړې، چې بیا افغانستان ته د تګ اراده نه‌لري.

هغه له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې د خپل سفر موخه علمي څېړنه بللې ده. کاورین د خپل وروستي سفر په اړه ويلي، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان ته سفر کول او هغو لرو پرتو سيمو ته یې تګ شونې شو، چې له تېرو ۵۰-۱۰۰ کلونو راهیسې په‌کې څېړنې نه وې شوې.

دغه روسی څېړونکی وايي:« ما د لسو کسانو لپاره څېړنې کولې. د ژبې، کلتور او تاريخ په اړه مې معلومات راټولول او د بېلابېلو برخو لپاره مې انځورونه اخیستل؛ لکه د نباتاتو ساينس او ژوي پوهنې په برخو کې.»

نوموړی د روان کال (د چنګاښ میاشتې په ۲۸مه نېټه) د طالبانو له‌خوا په کندوز ولایت کې ونیول شو او (د وږي په ۱۷مه نېټه) بېرته خوشې شو.

نور خبرونه

رادیو