د پېښور د قول اردو قوماندان ویلي، چې له افغانستانه د ترهګرو راوښتلو د مخنيوي لپاره یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه پرتو ولسوالیو او په تېره بیا خیبر او باجوړ کې د امنيتي ځواکونو لهخوا د څار لړۍ پراخه کړې ده.
ډان ورځپاڼې نن دوشنبه (د وږي ۲۴مه) د نوموړي په حواله لیکلي، چې دغه نوې تګلاره د هغو جنګي ډلو د تېرېدو د مخنيوي لپاره جوړه شوې چې له افغانستانه فعالیت کوي.
د هغه په وینا؛ د دغې تګلارې اساسي موخه دا ده، چې د وسلو، پیسو او پاکستان ته د نورو جنګیالیو راوښتلو بهیر ودرول شي.
چارواکي زیاتوي، چې هڅه کوي فرضي کرښې ته نږدې مېشت وسلهوال په خپلو پټنځایونو کې محدود کړي او په دې ډول یې جنګي ظرفیت راکم کړي.
دغه امنیتي چارواکي وايي، د پوله ساتو ځواکونو ترڅنګ د استخباراتي عملیاتو په دوام کې د پاکستاني طالبانو تحریک داخلي شبکې هم په نښه کېږي. چارواکي زیاتوي، که د افغانستان لهخوا پاکستان ته د جنګیالیو راوښتل بند کړل شي؛ نو د دغه ډلو جنګي روحیه به هم ورسره کمزورې شي.
چارواکي باور لري، چې له سپتمبر څخه بیا د فبرورۍ تر میاشتې پورې وخت د پوځي عملیاتو او نورو اقداماتو لپاره ډېر مناسب او ګټور دی؛ ځکه وسلهوال معمولاً په ژمي کې افغانستان ته ستنېږي او یا د پولو ترڅنګ په خوندي ځایونو کې پټېږي.
چارواکي زیاتوي، چې د پولې کلکه څارنه به د نوو جنګیالیو د جلب او جذب مخه هم ډب کړي.
د چارواکو په وینا؛ دغه نوې تګلاره د پوځي عملیاتو بدیل نه دی او یوازې په هغو سیمو کې عملي کېږي، چې خلک یې د جبري کډه کېدو مخالفت کوي؛ خو پوځ به بیا هم د اړتیا په صورت کې پوځي عملیات کوي.
د پښتونخوا په تېراه کې سیمهييز مشران اندېښمن دي، ځکه په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک له څو کلونو راهیسې واکمني کړې ده. دغه مشرانو تر دې مخکې هم په خپله سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو او کډه کېدو مخالفت کړی و.
ویل کېږي، چې په ځينو سیمو کې اوس هم وسلهوال ګزمې کوي؛ خو د پاکستان امنیتي چارواکو بیا ویلي، چې خلک به له خپلو سیمو نه اېستل کېږي.