د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست ډېر وخت د پاکستان د پوځ جنرالانو او د هغوی د استخباراتو تر انحصار لاندې پاتې شوی دی او دا وضع تر اوسه بدله شوې نه ده.نو ځکه په ډېرو مواردو کې د پاکستان د ملکي حکومتونو د غړو خبرې خاص اهمیت نه لري.
ګنې دا څنګه کېدای شي چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر معاون اسحاق ډار (څوک چې په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزیر هم دی) او نور لوړپوړي چارواکي سفر وکړي او هلته د اګست د میاشتې په شلمه نېټه د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شپږمې درېاړخیزې غونډې په حاشیه کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د مفاهمت مجلسونه وکړي، د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ژمنې وکړي او له بلې خوا وروسته پاکستانی ډرونونه په افغانستان کې بریدونه وکړي په دې ادعا سره چې ګویا د ترهګرو مرکزونه یې ویشتي دي او هلته د ښځو او ماشومانو د مرګ خبرونه راځي.
دا خبره د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴کال په اخر کې د دسمبر په پنځهویشتمه نېټه هم پاکستانی الوتکو په خوست او پکتیکا کې بمباري کړې وه چې پکې ملکی خلکو ته په لویه کچه مرګ او ژوبله اوښتي وه. نو اوس دا یو معمول ګرځېدلی دی چې د پاکستان او افغانستان ملکي چارواکي خبرې اترې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو مناسباتو د ټینګښت اعلانونه وکړي او له بلې خوا پاکستاني پوځیان په افغانستان کې دننه بریدونه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ بیا تازه شي.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې ګویا هغوی دا بریدونه په افغانستان کې د پېښو په ځواب کې په پښتونخوا کې د ټي ټي پي د بریدونو په وړاندې کوي، خو هغوی دې خبرې ته هېڅ ځواب نه لري چې په تېرو شلو کالونو کې د ټي ټي پي زرګونه کسان (چې پاکستانی اتباع وو) د افغان طالبانو د سازمان غړي شوي وو او د هغوی له امیر سره یې بیعت کړی و. دوی به هره ورځ د ډیورنډ په کرښه اوښتل او په افغانستان کې به یې جګړو کې برخه اخیسته؛ مړي به یې بیرته پاکستان ته د ښخولو لپاره راوړل کېدل او زخميان به یې په پاکستانی روغتونونو کې تداوي کېدل نو د پاکستان حکومت پرې هېڅ اعتراض نه درلود.
له دې علاوه، کله چې په ۲۰۲۱ کې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، هغوی د ټي ټي پي دوهنیم زره هغه غړي له محبسونو څخه ازاد کړل چې د ډاکټر اشرف غني د حکومت په وخت کې د جګړې پر مهال بنديان شوي وو. نو د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې د لوړپوړو چارواکو یوه غونډه وشوه (د دې غونډې په اړه د عمران خان د خبرو ویډیو په یوټیوب کې شته). په دې غونډه کې د دفاع، داخله او بهرنیو چارو د وزیرانو تر څنګ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د هغه وخت د ایاېس ای رییس جنرال فیض حمید او ځینې نورو جنرالانو هم ګډون کړی و. نوموړې غونډې پرېکړه کړې وه چې د پاکستان حکومت به د ټي ټي پي ټول غړي پاکستان ته راولي او دلته به یې بیا په خپلو سیمو کې له سره ابادوي؛ د دې کار لپاره لس میلیارده روپۍ بودیجه هم تخصیص شوې وه. نو له دې نه خو دا خبره په اثبات رسیږي چې ټي ټي پي پاکستان ته راوستل شوی و، خو اوس پاکستان په دې واقعیت باندې هیڅ تبصره کولو ته چمتو نه دی.
حقیقت دا دی چې پاکستان او طالبان دواړه یوه بله دوهمخې لوبه کوي. هغوی له یوې خوا له چین سره د دوستۍ سر خوځوي او د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکي تجارتي کوریدور (CPEC) کې د افغانستان د ګډون پرېکړې کوي، له چین سره د غټو اقتصادي پلانونو لپاره د مفاهمت اسناد لاسلیک کوي او له بلې خوا لوېديځ ته ډاډ ورکوي چې دوی دواړه په سیمه کې د چین د نفوذ په مخنیوي کې د لوېدیځ کلک ملګري دي. او رښتیا هم چې کله په پاکستان کې د ټي ټي پي او داعش فعالیتونه زیات شوي دي، نو د چین-پاکستان د جوړېدونکي کوریدور سيپیک کار په ټپه ولاړ دی، ځکه تر اوسه په پاکستان کې د چینایي متخصصینو او کارکوونکو خلاف ډېر ترهګریز بریدونه شوي چې چین په پاکستان کې خپل کارونه بند کړي دي.
له بلې خوا پاکستان له لوېدیځ او چین دواړو نه په اصطلاح د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره مرستې غواړي. عجیبه دا ده چې د پاکستان حکومت وړومبۍ ادعا کوله چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ننوتونکو د ټي ټي پي د جنګیالیو شمېر درې-څلور زره دی؛ اوس وایی چې دغه شمېر اته زره تنو ته رسېدلی دی، خو دوی دې خبرې ته هېڅ ځواب نه وايي چې حتا که د ټي ټي پي د اته زره جنګیالیو د ننوتلو خبره رښتیا هم وي نو بیا همدغو اته زره کسانو څنګه د پاکستان د شپږ لکه پوځ په وړاندې د پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون د پښتونخوا په هر ګوټ کې بېلابېلې سیمې نیولې دي؟
ټي ټي پي په پاکستان کې د اسلامي شریعت د نافذولو لپاره د جنګ کولو ادعا کوي، خو له تېرو شلو، پنځهویشتو کالونو راهیسې یې جګړه په پښتونخوا کې متمرکزه کړې ده، او کلهناکله په بلوچستان کې هم یو څه فعالیت کوي. په دې جګړه کې ډېر پښتانه مري او د هغوی کورونه ورانیږي؛ په داسې حال کې چې که دوی رښتیا هم د اسلامي شریعت د نافذولو تصمیم لرلو نو باید تر ټولو زیات پام یې پنجاب ته کړی وای، ځکه د پاکستان د نفوس نیمایي څخه زیات په پنجاب کې دی او د پاکستان ټول مهم اقتصادي، سیاسي او دولتي مرکزونه هم په پنجاب کې دي، خو ټي ټي پي هېڅ پنجاب ته نه ګوري.
حقیقت دا دی چې د پاکستان پنجابي جنرالان له طالبانو نه هېڅ وېره نه لري، ځکه دا د هغوی خپله جوړه شوې پروژه ده، او په دې سربېره دوی له طالبانو سره تر اوسه ستراتیژیک مفاهمت لري. هغوی په دې باور دي چې اصلی خطر د پښتنو او بلوڅو ملي غورځنګونه دي؛ نو ځکه یې د ټي ټي پي جګړې په پښتونخوا متمرکزې کړي دي او لکه چې مخکې مې وضاحت کړی، په دې جګړه کې د ابرقدرتونو ترمنځ روان کشمکش کې هم برخه اخلي او ګټه ترې پورته کوي. چل یې ټول د افغان/پښتون وینې تویولو او بربادۍ ته جوړ کړی دی.