ملګرو ملتونو په هایټي کې د ۴۰ کسانو وژنه وغندله

۴ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په هایټي هېواد کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندیښنه ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده چې تازه د وسله‌والو یوې ډلې د هایټي په لرې پرته سیمه کې په یوه برید کې ۴۰ کسان وژلي او ورپسې یې کلي ته اور اچولی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر چارواکو یې غږ کړی چې د دغه ډول بشري حقونو د سرغړونو عاملان باید عدالت ته کش کړل شي.

هایټي د کرېبین سمندرګي په ختیځه برخه کې موقعیت لري او له څو لسیزو راهیسې په‌کې سیاسي بې ثباتي، ناامني او تاوتریخوالی دوام لري.

نور خبرونه

رادیو