ګوترېش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمېدو او خوندیتوب د تضمین غوښتنه کوي

۴ ساعتونه مخکې

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په ټوله نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو په قضیو کې څېړنې او قانوني تعقیب وکړي او د هغوی امنیت او د کار ازادي تضمین کړي.

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له معافیت څخه د پای ته رسولو نړۍواله ورځ هر کال د نومبر په دویمه نېټه د ملګرو ملتونو له‌خوا نمانځل کېږي.

انتونیو ګوترېش په همدې مناسبت وویل: «په نړۍ کې د هرو لسو وژل شویو خبریالانو له ډلې نهو پېښو ته تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.»

انتونیو ګوترېش په خبره، غزه په هره شخړه کې د خبریالانو لپاره تر ټولو وژونکې سیمه ده.

هغه ټینګار وکړ، چې د ژورنالېزم مسلک په ټوله نړۍ کې له ناوړه لفظي چلند، ګواښونو، فزیکي بریدونو، بند، شکنجې، وژنې او ګڼو نورو ګواښونو سره مخ دی.

انتونیو ګوترېش د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د انلاین ځورونې او ډیجیټلي تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې وکړ، چې باید د هغوی د خوندي کار چاپېریال لپاره هڅې وشي.

نوموړي له هېوادونو وغوښتل، د هغو خبریالانو قضیې تعقیب کړي چې د تاوتریخوالي قرباني شوي او د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع یې کړه ده.

دا ورځ په داسې وخت کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ په خورا بدو شرایطو کې فعالیت کوي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د وروستي راپور له مخې، په تېرو شلو کلونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د جګړې او تنظیم شویو جرمونو له امله وژل شوي او له دې قضیو څخه ۹۰ سلنه بې‌ پایلې پاتې دي.

سربېره پر دې، د طالبانو حکومت د مطبوعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي قانون لغوه کړی او د هېواد دننه رسنۍ یې د سخت سانسور او فشار لاندې راوستې دي.

نور خبرونه

رادیو