د اروپايي شورا د ژوررنالیزم ساتنې او خبریالانو د خوندیتوب مرکز د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې وايي، هغو کسانو باید سزا ورکړل شي، چې خبریالان په نښه کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسول یوازې د خبریالانو دفاع نه، بلکې د دیموکراسۍ د ارزښتونو د ژغورنې مساله ده.
اعلامیه زیاتوي:«پر یوه خبریال برید د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته پر لاسرسي برید دی. داسې پیښې خلک له حقیقي معلوماتو څخه محروموي، ناسمو معلوماتو ته لاره برابروي، دیموکراتیک بنسټونه کمزورري کوي او د هغو کسانو ترمنځ وېره خپروي چې تر عامو خلکو حقیقي معلومات رسوي.»
په یاده اعلامیه کې د جګړو او پوځي بریدونو په شرایطو کې د خبریالانو د غیر قانوني نیونو، شکنجو او وژلو پېښي غندل شوې دي او د خبریالانو پر وړاندې دا ډول کړنې یې د بشري قوانینو څخه جدي سرغړونې بللې دي.
د اروپايي شورا د ژورنالیزم ساتنې او خبریالانو د خوندیتوب مرکز له غړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي او په مستقل ډول دې د خبریالانو د بریدونو په اړه اغېزناکې څیړنې پیل کړي.

