د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به سبا استانبول ته یو ورځنی سفر وکړي چې د عربي-اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د همغږۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا غونډه چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په کوربه توب ترسره کیږي، د غزې د سولې تړون د پلي کولو او د اوربند د ټینګولو لپاره د سیمه ییزو هڅو په اړه بحث کوي.
په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ګډون په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

