نایجیریا د یکشنبې په ورځ وویل چې د وسله والو پر ضد د امریکا مرسته مني، خو په دې شرط چې حاکمیت ته یې درناوی وشي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نایجریا کې د مسیحیانو د وژنو نه درولو په غبرګون کې د پوځي اقدام ګواښ کړی و.
د نایجیریا د ولسمشر بلا ټینوبو سلاکار ډینیل بوالا رویټرز ته وویل: «موږ د امریکا د مرستې هرکلی کوو، تر هغه ځایه چې د نایجیریا د حاکمیت درناوی وشي».
هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او باور لري چې د مشرانو په غونډو کې به د ګډو هڅو لپاره ښې پایلې تر لاسه شي.
نایجیریا چې له ۲۰۰ میلیونو زیات نفوس لري او شاوخوا ۲۰۰ قومي ډلې پکې ژوند کوي، د هېواد شمال یې مسلمان او جنوب یې مسیحی دی.
وسله والې اسلامي ډلې لکه بوکو حرام او اسلامي دولت له ۱۵ کلونو راهیسې په یاد هېواد کې وژنې او تاوتریخوالی کوي، خو د هغوی بریدونه زیاتره په شمال ختیځ کې محدود دي، چې اکثریت مسلمان نفوس لري.
څېړونکي وايي، که څه هم مسیحیان هم وژل شوي، خو د تاوتریخوالي ډېری قربانیان مسلمانان دي.

