اسراییل له حماس څخه د درېیو نورو یرغمل شویو کسانو جسدونه ترلاسه کړل

۱۲ ساعتونه مخکې

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې هېواد یې د سره صلیب له لارې له حماس څخه د درېیو نورو یرغمل شویو جسدونه ترلاسه کړي دي. دغه جسدونه د غزې په سیمه کې د اسراییل ځواکونو ته سپارل شوي.

په هغه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ماښام خپره شوې، راغلي چې د درېیو تنو جسدونه د غزې په تړانګه کې اسراییلي ځواکونو ته سپارل شوي او وروسته به اسراییل ته ولېږدول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر مراسمو وروسته به دغه مړي د روغتیا وزارت د عدلي طب ملي مرکز ته انتقال او د پېژندنې تر بشپړېدو وروسته به د هغوی کورنیو ته په رسمي توګه ورکړل شي.

د لومړي وزیر دفتر په اعلامیه کې راغلي: «موږ له دغو کورنیو سره په غم کې شریک یو. د ټولو یرغمل شویو کسانو د بېرته راوړولو لپاره مو هڅې دوام لري او تر هغه به نه درېږي څو وروستی کس هم بېرته راوستل شوی نه وي.»

که د دغو درېیو مړو هویت د اسراییلي یرغمل شویو کسانو په توګه تایید شي، نو لا هم به د اته نورو یرغمل شویو کسانو مړي د غزې په سیمه کې پاتې وي.

د حماس ډلې مخکې هم د مړو د تبادلې پر مهال د غزې د یوه اوسېدونکي مړی د اسراییلي یرغمل په توګه ورکړی و.

همدارنګه په بله پېښه کې هغه څه چې د یو بل یرغمل شوي کس د مړي په توګه بېرته ورکړل شوی وو، وروسته څرګنده شوه چې دا د هماغه کس د جسد پاتې شونې وې چې له مخکې اسراییل ته انتقال او هلته خښ شوی و.

نور خبرونه

رادیو