د برېتانیا پولیس وايي چې په اورګاډي کې د چاقو برید ترهګریزه پېښه نه ده

پرون

د برېتانیا پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په ختیځ کې په یوه اورګاډي کې د چاقو په وسیله برید ترهګریز نه دی او په دې تړاو یې دوه کسان نیولي دي. پولیسو ویلي، چې په یاد برید کې ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د برېتانیا د ترانسپورټ پولیسو یو مسوول جان لاولس وویل:« تر اوسه داسې کوم څه نه دي ترلاسه شوي، چې دا دې ترهګریزه پېښه وي.»

لاونس ویلي، چې د یادې پیښې په تړاو یې دوه مشکوک ۳۲ کلن او ۳۵ کلن کسان نیولي دي.

د لاونس په وینا، پر یادو کسانو یې د وژنې د هڅې په تور قضیه ثبت کړې ده.

په اورګاډي کې د قاچو په ګزار د ۱۱ کسانو ټپي کېدو پیښې په اړه د برېتانیا لومړي وزیر کېرسټارمر او پاچا چارلس هم غبرګون ښودلی او یاده پېښه یې بوږنوونکې بللې ده.

نور خبرونه

رادیو