په فاریاب کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه شوي

۳ ساعتونه مخکې

د فاریاب لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې د دغه ولایت په «کته کوتل» سیمه کې له یوه باروړونکي موټر سره د سراچه موټر د ټکر له امله شپږ کسان مړه او څلور ټپیان شوي دي.

د یادې ډلې امنیه قوماندانۍ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې په مړه شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان ټرافیکي پیښو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

نور خبرونه

رادیو