د طالبانو د غزني ولایت والي ویاند وايي چې په غزني کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري او د سویل ختیځ پنځو ولایتونو والیانو په ګردیز کې ناسته کړې ده.
په ناسته کې د غزني او پکتیکا ولایتونو تر منځ د سرحدي اختلاف په اړه بحث شوی او ځینې پرېکړې شوې دي.
د طالبانو د غزني والي ویاند عزت الله سعیدي نن یکشنبه د (وږي ۲۳مه) په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې نن د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي «عمري» په مشرۍ او د غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو والیانو په ګډون، د پکتیا ولایت ګردېز ښار کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
دوی لیکلي، چې په دې غونډه کې د اړوندو ولایتونو پر مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
طالبانو نور جزئیات نه دي ورکړي، چې دې غونډه کې نور څه مسایل مطرح شوي دی.