د پاکستان پوځ ویلي چې د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان او دېر کې د مخالفو وسلهوالو او دغه هېواد پوځیانو ترمنځ نښتو کې ۱۹ پوځیان وژل شوي دي.
په لومړۍ پېښه کې د سوېلي وزیرستان بدړ غرنۍ سيمه کې د پوځیانو پر کاروان برید شوی دی. د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې نښته کې ۱۲ پوځیان او ۱۳ وسلهوال مخالفان وژل شوي دي.
د دغه برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی او ادعا یې کړې چې له پوځيانو څخه یې وسلې او بېپيلوټه الوتکې هم اخیستي دي.
ځايي اوسېدونکو ویلي، تر دې برید وروسته یې څو ساعته چورلکې لیدلې چې ټپیان یې روغتونونو ته وړل او د بریدګرو پلټنه یې کوله.
د پاکستاني پوځ په وینا، په یوه بله نښته کې چې د لوړ دېر په سیمه کې شوې، ۷ پوځيان او ۱۰ مخالف وسله وال وژل شوي دي. دا نښته داسې مهال وشوه چې پوځیانو د مخالفو وسلهوالو یو پټنځای وموند.