د طالبانو د سرحدي پولیسو لوی ریاست وايي چې د نوموړي ریاست نظامي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان په مشرۍ یو پلاوی د کډوالۍ، مدیریت او همکارۍ غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.
د دغه ریاست ویاند عابدالله فاروقي نن (یکشنبه، وږي ۲۳مه) يه یوې په اعلامیه کې زیاته کړې چې دا پلاوی به په چین کې د کډوالۍ د مدیریت او همکارۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
په اعلامیه کې راغلي په دې غونډه کې به د سرحدي خطرونو د مخنیوي او تګراتګ لپاره د اسانتیاوو برابرېدو په اړه خبرېاترې وشي.