د ایران دولت اړوند «اېرنا خبري اژانس» لیکلي چې هره ورځ د دوغارون له لارې درې زره افغانان خپل هېواد ته استول کېږي او د قانوني پړاو تر تېرېدو وروسته د پولې بلې غاړې ته په رسمي ډول طالبانو ته سپارل کېږي.
نوموړي اژانس نن (یکشنبه، وږي ۲۳مه) په یوه راپور کې د تابیاد مرستیال ولسوال له خولې لیکلي چې هره ورځ د دوغارون له لارې په اوسط ډول درې زره ناقانونه افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي.
مهدي رجبي د شنبې پر ورځ وویل: «ناقانونه کډوال د قانوني پړاو تر تېرولو وروسته د پولې بلې غاړې ته په رسمي ډول طالبانو ته سپارل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې اوس ۹۰ سنله افغانان په خپله خوښه خپل وطن ته ستنېږي.
د تایباد مرستیال ولسوال وویل: «د روان کال له پيل څخه بیا د وږي د میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې ۹۴۰ زره افغانان د دوغارون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.»
ایرانی چارواکی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.