یو ۲۰ کلن ځوان د برلین هنري او کلتوري مرکز ته نژدې د دوو کډوالو ډلو په نښته کې په چړو ووژل شو. پولیسو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د جرمني رسنیو د راپورونو لهمخې دا نښته د جمعې پر شپه د افغان او سوریایي کډوالو ترمنځ شوې ده.
د برلین پولیسو شنبه (وږي ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې وویل: «یوې شاوخوا ۱۵ کسیزې ډلې پر درېیو کسانو برید وکړ. په دې برید کې یو ۲۰ کلن ځوان په چړو سخت ټپي او وروسته په روغتون کې مړ شو. د درې کسیزې ډلې دوه نور غړي سرسري ټپیان شوي دي.
د راپورونو لهمخې، دغه نښته د برلین د هومبولتفوروم هنري او کلتوري مرکز ته څېرمه شوې ده.
پولیسو په نښته کې د ښکېلو کسانو او وژل شوي شخص د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي او جرمني رسنیو هم د نښتې په اړه ضد و نقیض راپورونه خپاره کړي دي.
«تاګساشپیګل» ورځپاڼې لیکلي چې یوې ۱۵ کسیزې سوریايي ډلې پر درېیو افغانانو برید وکړ، په داسې حال کې چې «بیلد» او «ولت» ورځپاڼو بیا راپور ورکړی چې سوریایان ۳ او افغانان ۱۵ کسان وو.
راپورونه زیاتوي چې د پېښې د څرنګوالي او عاملانو د پېژندلو لپاره د څارنوالۍ پلټنې روانې دي.
دغه ډول رسنیو دا هم لیکلي چې په اګسټ میاشت کې هم د افغان او سوریایي کډوالو ترمنځ په همدې سیمه کې نښته شوې وه چې شپږ کسان په کې ټپیان شوي وو.