په جوزجان کې د ګازو سروې او را ایستلو پروژه پرانېستل شوه

۲ ساعتونه مخکې

د طـالبانو او ازبکستاني چارواکو ترمنځ په جوزجان کې د توتي میدان د ګازو سروې او را ایستلو پروژه پرانېستل شوه. طالبانو د دې ګاز د سروې او استخراج تړون له ازبکستان سره کړی دی.

دا پروژه د یک‌شنبه‌ (وږي ۲۳مه) پرانېستل شوه. د پروژې د پرانېستلو په غونډه کې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان استازي عصمت‌الله ایرگاشف، د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو طالب چارواکو هم ګډون درلود.

په دې مراسمو کې ملا برادر ویلي چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د افغانستان د وارداتي برېښنا اړتیا کمه شي.

نور خبرونه

رادیو