طالبان وايي له ټولو دولتي مامورینو څخه د مخکېنيو «ديني زده‌کړو» ازموینه واخیستل شوه

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوه بیان کې ويلي چې د دغه وزارت له‌خوا له ټولو دولتي ادارو کارکوونکو څخه تر شپږ میاشتني «دیني زده‌کړو» وروسته ازموینه واخیستل شوه.

نوموړي وزارت شنبه (وږي ۲۲مه) په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو ته شپږ میاشتې مخکې د دیني زده‌کړو تدریس پيل شوی او پرون د دې زده‌کړو نهايي ازموینه واخیستل شوه.

د اعلامیې له مخې، دا ازموینه د ټولو امارتي ادارو له کارکوونکو څخه د هغه درسي کتاب له مخې واخیستل شوه چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دعوت او ارشاد ریاستونو له خوا هغوی ته تدریس شوی و.

طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په اعلامیه کې راغلي د دعوت او ارشاد ریاستونو له لوري هره ورځ په ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو کې اصلاحي تدریس کېږي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا تدریس د ماسپښین تر لمانځه وروسته د اړونده ادارو په تالارونو یا جوماتونو کې کېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې پرون په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له روغتیاپالانو دیني ازموینه اخلي. په دې ازمونه کې د خصوصي موسسو روغتیاپالان هم کډون درلود.

نور خبرونه

رادیو