په کابل کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین په بازارونو کې د ښځو د حجاب د څرنګوالي د معلومولو لپاره، له کوچنیو ماشومانو د پیسو په بدل کې د جاسوسۍ کار اخلي.
هغو کسانو چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ورسره خبرې کړې، په ګډه وایي چې په داسې مواردو کې د ماشومانو کارول کېدل یوه نوې او اندېښمنه پدیده ده، چې پر ټولنیز چاپېریال او د ماشومانو پر ژوند ژوره منفي اغېز لري.
تمنا(مستعار نوم) چې ۱۱ کاله عمر لري، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «ما د نورو ماشومانو سره لوبې کولې، امربالمعروف راغلل(د امربالمعروف محتسبین) او راته یې وویل چې زه پیسې درکوم خو هغه ښځې راته وښایه چې څادري او حجاب یې نه وي کړی، ماته یې ۵۰ افغانۍ راکړې او ما ورته زمونږ د بلاک لاندې هټۍ کې ځینې ښځې وښودلې چې حجاب یې نه درلود.»
تمنا زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته ورسره څوک دوستي او لوبې نه کوي، ځکه دې ته یې ملګرې د یوې جاسوسې په سترګه ګوري.
یوه بل ۱۰ کلن هلک چې په ښار کې قلمونه پلوري، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «ما هېڅکله نه غوښتل چې د چا په اړه امربالعروف ته راپور ورکړم، خو هغوی ماته پیسې راکوي او کله چې خپلې غریبۍ ته وګورم نو بیا یې ومنم، څو ځله مې د ځینو ښځو راپور ورکړی او هغه یې نیولي، هغو ښځو به ژړل، هغه وخت ما احساس وکړ چې دا سم کار نه دی.»
د کابل ښار د «لیسې مریم» بازار یو هټۍوال قیس احمدي وایي، له کله راهیسي چې په بازارنو کې د ماشومانو له خوا طالبانو ته د معلوماتو ورکړه پیل شوې، د دوی پر پلور یې بده اغېزه کړې ده، ځکه مېرمنې د امربالمعروف له وېرې بازارونو ته له تګ څخه ډډه کوي.
هغه زیاتوي: «مونږ اوس په دې بازار کې هغه ماشومان پېژندلي دي او خپلو دوکانونو ته یې نه پرېږدو، خو بیا هم چې زمونږ پام نه وي راشي او کله چې د کومې ښځې پر لور اشاره وکړي، نو د امربالمعروف محتسبین سمدستي ورځي او نیسي یې او یا ورښودل شوې ښځې مجبورېږي چې له بازار څخه ووځي. دا وضعیت زموږ د کاروبار او د خلکو لپاره ډېر ناارامه کوونکی دی، اوس ښځې بازار ته ډارېدلې راځي.»
وحید الله نور چې د ماشوم د روزنې په برخه کې یې ۲۲ کاله کار کړې او اوس تقاعد شوی، افعانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي: «دا ډېره اندېښمنوونکې ده، زه خبر شوی یم چې ځینې ماشومان له کوره د ښونځي په نوم راوځي او په بازارنو کې د امربالمعروف لپاره جاسوسي کوي، دا د ماشومانو په اخلاقو او روحیې بد اثر کوي، پر ځای د دې چې ماشومان ښوونځي ته لاړ شي، بازارنه څاري، دا د ماشومانو سالم راتلونکی د ګواښ سره مخ کوي.»
د اړوندې موضوع په تړاو د ښځو حقونو فعاله لېلو افغان وایي: «د ماشومانو دا ډول کارول د ماشوم حقونو څخه په ښکاره سرغړونه ده. ماشوم باید ښوونځي ته لاړ شي، لوبې وکړي او سواد زده کړي، نه دا چې د ټولنې د کنټرول لپاره وکارول شي. دا عمل د ښځو د عامه ژوند پر حقونو هم منفي تور لګول دي.»
د کابل د قصبې سیمې یوې اوسېدونکې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پشتو ته ویلي، چې شپږ کلنه لور یې هر مازدیګر د لوبو لپاره له کوره وتله، خو طالبانو پر هغې د «کوچنۍ جاسوسې» نوم اېښی و.
د نوموړې په وینا: «لور مې یوه ورځ له کیک او بسکېټ سره کور ته راغله، په داسې حال کې چې ما ورته پیسې نه وې ورکړې. کله چې مې پوښتنه وکړه، لور مې وویل چې څو ښځې مې د امر بالمعروف کسانو ته وروپېژندلې او هغوی راته ۳۰ روپۍ راکړې.»
یاده مېرمن وایي، چې له هغې ورځې وروسته یې بیا خپلې لور ته اجازه نه ورکړې چې له کور څخه ووځي.
د یادې مېرمن لور له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «زه بهر وم چې دوو طالبانو راته وویل چې بېحجابه ښځې موږ ته وښیه، ادرس او ځای یې راوښیه، تر څو پیسې درکړو. ما هم دوه ښځې چې په دوکان کې وې، هغوی مې طالبانو ته وروپېژندلې او څو نورې ښځې چې د بلاک لاندې وې، د هغوی ځای مې هم وروښود. دې ښځو لبسرین وهلی و او د چپن تڼۍ یې خلاصې پرېښې وې. طالبانو غوښتل چې دوی موټر ته پورته کړي او حورې ته یې یوسي، خو ښځې په ژړا شوې.»
یاده ماشومه زیاتوي: «کله چې طالبان زما خواته راغلل او لاس یې جېب ته یووړ، زه ووېرېدم چې ښايي تفنګچه باسي او ما وژني. نو په تېښته شوم، خو طالبان څو ګامه راپسې راغلل او زما لاسونه یې ونیول، ویې ویل: ته خو زموږ کوچنۍ جاسوسه یې، دا پیسې واخله. هغوی راته پیسې راکړې او ولاړل.»
له ماشومانو سره د طالبانو یاد چلند ډېری کورنۍ اندېښمن کړي دي.
افغان روانپوه ډاکټر حسن اندړ د کوچنیو ماشومانو د دا ډول کارونې او د دوی په ژوند یې د منفي اغېزو په اړه وایي: «ماشومان چې په داسې تشدد یا د نورو په سپکولو شاهدان وي او یا پخپله په دې فعالیتونو کې ښکېل شي، د شرم، وېرې او بېارزښتي احساساتو ښکار کېدلای شي. دا کار د هغوی په ذهني پرمختګ، تعلیمي حضور او ټولنیز چلند ژور منفي اغېز کولی شي.»
هغه وړاندیز وکړ، چې له داسې کارونو د ماشومانو د ساتنې لپاره باید بېړنۍ برنامې پیل شي، د زدهکړې ادامه یقیني شي او د ماشومانو د داسې کارونې پر ضد د منع پیاوړې څارنه وشي.
د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال کنوانسیون او نور نړۍوال معیارونه چې افغانستان هم پرې لاسلیک کړی، له ماشومانو څخه سیاسي، نظامي او څارنیزه ګټه اخیستنه جرم ګڼي او د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره ځانګړي قوانین لري. لاسلیک کوونکي هېوادونه مکلف دي چې دغه لارښونې په خپلو ملي قوانینو کې رعایت کړي.
خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو دا ډول استخدام د نړۍوالو ژمنو ښکاره سرغړونه ده. د بشري حقونو فعالان وایي، چې دا کار نه یوازې د ماشومانو د ژوند راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د ښځو پر عامه حضور هم دروند سیوری اچوي.
موږ له امر بالمعروف او اړوندو ادارو سره څو ځله اړیکه ونیوله او د هغوی رسمي دریځ مو وغوښت، خو د راپور تر خپرېدو پورې مو هېڅ روښانه ځواب تر لاسه نه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو د دغه ډول محدودیتونو لپاره مذهبي او کلتوري دلیلونه وړاندې کړي. دوی وايي، چې د ښځو د «امنیت، عزت او اسلامي اصولو» لپاره دغه ګامونه پورته کوي. خو د ډېری اسلامي هېوادونو دیني عالمانو دا توجیه نه مني او وایي، چې دا ډول کړنې له اسلام سره اړخ نه لګوي.
د ماشومانو له لوري د ښځو څارنه او د هغوی راپور ورکول کېدای شي د طالبانو له خوا د ټولنیز فشار نوې بڼه وي، چې هم د ماشومانو د حقونو جدي نقض ته لاره هواروي او هم د ښځو د عامه حیات د کمزورتیا سبب کېږي.
دا پدیدې د کورنیو، ټولنیزو او رواني ستونزو سره تړاو لري؛ خو بېتردیده د حل لپاره قانوني، تعلیمي او بشري اقدامات اړین ښکاري.