متقي: پر قطر د اسراییل برید له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل قطري سیال، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره په ټېلیفوني خبرو کې پر قطر د اسراییل برید غندلی دی. متقي د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی چې افغانستان د دوحې ترڅنګ ولاړ دی.

په بیان کې راغلي چې متقي په قطر د اسراییل برید له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی چې اسلامي هېوادونه باید د اسراییل پر وړاندې یو واحد او جدي دریځ خپل کړي.

د بیان له‌مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر د متقي له ملاتړ نه د مننې ترڅنګ ویلي چې دغه ملاتړ د ده په ټکو د ورورګلوۍ ښکاره او ښه نښه ده.

نور خبرونه

رادیو