د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري ویلي، چې دوحه به راتلونکې دوشنبه (د وږي ۲۴مه) د سیمهییزو وروستیو تحولاتو په اړه د عربي ـ اسلامي نړۍ د بېړنۍ ناستې کوربه وي.
هغه وایي په دې ناسته کې به د اسراییل له لوري پر قطر د شوي برید په اړه د پرېکړهلیک مسوده وڅېړل شي.
هغه زیاته کړې، چې دا غونډه په حساس وخت کې ځانګړی ارزښت لري او د اسرائیلي تیري پر وړاندې د عربي ـ اسلامي هېوادونو پر یووالي دلالت کوي.
د الانصاري په وینا، چې دا غونډه په حساس وخت کې ځانګړی ارزښت لري او د اسرائیلي تیري پر وړاندې د عربي ـ اسلامي هېوادونو پر یووالي دلالت کوي.