په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د خپلې ایالتي کابینې د یو شمېر غړو په ملتیا د دغې ډلې سفارت ته ورغلی او هلته یې د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو په تړاو خپله غمرازي شریکه کړې ده.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د طالبانو سفیر سرداراحمد شکیب او ګنډاپور ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې اترې شوي دي. سوداګري، د اقتصادي همکاریو پراختیا، د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې او د ستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو حل د دې ناستې د بحث نور موضوعات بلل شوي دي.
د طالبانو سفیر د ناستې پرمهال ټینګار کړی چې د «دواړو هېوادونو ګټې یوازې د متقابل درناوي، صادقانه تفاهم او عملي همکاریو له لارې خوندي کیدلای شي». هغه له علي امین ګنډاپور څخه غوښتي چې په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو، زدهکړیالانو، ناروغانو او په بندرونو کې د افغانستان مساپرو لا لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې دغه لیدنې څرګندوي دوهاړخیزه سوداګري او د اقتصادي همکاریو پراختیا نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره د کار او عاید زمینه برابروي، بلکې د سیمې په سوکالۍ کې هم مهم رول لوبولی شي.
د خېبرپښتونخوا سر وزیر داسې مهال د طالبانو سفارت ته ورځي چې څو څو ځله یې له اسلاماباده غوښتي چې ده ته اجازې ورکړي چې افغانستان ته سفر وکړي او هلته له واکمني ډلې سره د خپل ایالت پر امنیتي ننګونو او اندېښنو بحث کړي. هغه لا دا هم ویلي چې په خپل سر کابل ته تللو، خو اوس د پاکستان حکومت پاسپورټ نه ورکوي او د پخواني هغه موده یې پای ته رسېدلې ده.