د طالبانو کندهار والي دفتر وايي، د دغه ولایت والي ملا شرین له علماوو غوښتي خپلمنځي اختلافات دې له منځه یوسي او د دین، مذهب او شرعي نظام د پیاوړتیا لپاره دې په ګډه کار وکړي.
ملا شرین زیاتوي، که اختلافي موضوعات وي، باید د علماوو له مرکزي دارالافتاء او فقهي مجلسونو سره شریکې کړي.
د کندهار والي ملا شیرین دغه څرګندونې د ولایت مقام کې د کندهار ښار د بېلابېلو سیمو له ګڼ شمېر شیوخو او علماوو سره په ناسته کې کړي دي.
ملا شرین ټینکار کړی:«طالبان د هري موضوع لپاره مرجع لري، که اختلافي موضوعات وه، باید د علماوو مرکزي دارالافتاء، فقهي مجلسونو او یا هم له نورو اړوند ادارو سره یې شریک کړي، ترڅو یو جامع حللاره ورته پیداکړل شي.»
دا څرګندونې په داسې حال کېږی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې علماوو په نامستقیمه توګه د ملاهبت الله پر ځینو کړنو نیوکه کړې.
له دې نیوکو یوه دا ده، چې ځیني ملایان د جهاد په موضوع کې له هبتالله سره اختلاف لري او وايي چې په دې برخه کې له امیر څخه د اجازې اړتیا نشته.