په ویانا کې د فارسي ژبې څلورم ګډ کلتوري جشن ونمانځل شو

۲۰ ساعتونه مخکې

د اتريش په وېنا ښار کې د فارسي ژبې او کلتور د درناوي څلورم ګډ جشن د ګڼ شمېر ډېپلوماټانو، فرهنګي څېرو او د نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون ونماځل شو. دغه پروګرام د افغانستان، ايران او تاجکستان د سفارتونو او سياسي استازولیو په کوربه‌توب او د «سوسايټي مګزين» په همکارۍ جوړ شو.

دا کلتوري جشن د درېیو فارسي ژبو هېوادونو د تاريخي، ادبي او هنري ميراث د درناوي لپاره یو مهم او ښه فرصت بلل شوی دی. په دې مراسمو کې د نورو افغانانو ترڅنګ د افغانستان جمهوري نظام سفیرې او دایمې استازې منیژې باختري هم ګډون کړی و. هغې د خپلې وینا پر مهال وویل: «نن شپه يوازې د يوې ژبې جشن نه دی، بلکې د يو تمدن درناوی دی. فارسي ژبه يوازې د خبرو وسيله نه ده، بلکې د فلسفې، معنويت او هنر يو ستره خزانه هم ده».

منیژې باختري زیاته کړې: «دا ژبه داسې پُل دی چې د سرحدونو او نسلونو هاخوا یې ځان رسولی او بېلابېل ولسونه يې په ګډې فرهنګي نړۍ کې سره تړلي دي. له فردوسي د شاهنامې نه چې زموږ تاريخي حافظه يې ژوندي ساتلې، تر د مولانا جلال‌الدين بلخي د عرفاني شعرونو پورې چې له زمان او مکان هاخوا ارزښت لري». نوموړې، د فارسي ادب د بشريت له تر ټولو غني فکري او هنري ميراثونو څخه یاد کړی دی.

په دغه پروګرام کې د افغانستان، تاجکستان او ايران هنري ډلو د اصيلو او دوديزو موسيقيو غږونه هم د خلکو تر غوږونو ورسول او کلتوري‌ نندارتون یې هم یوه برخه وه. په دې دواړو پروګرامو کې د فارسي ژبې ویونکو هېوادونو ګډ فرهنګي او کلتوري ارزښتونه وړاندې شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پروګرام یو شمېر بهرني ګډونوال هم د پاړسي ژبې ویونکو د ګډو کلتوري، هنري او تمدني ځانګړتیاوو څخه خبر شول. د جشن وروستۍ برخه د درې واړو هېوادونو د دوديزو خوړو په مېلمستيا پای ته رسېدلې ده. تر دې وړاندې هم دا ډول پروګرامونه شوي چې څه موده وړاندې کاناډا هم د ورته پروګرام کوربه و.

نور خبرونه

رادیو