ځايي سرچینې وایي نن د طالبانو امربالمعروف ریاست له روغتیاپالانو دیني ازموینه اخلي

۱۳ ساعتونه مخکې

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست نن له روغتیاپالانو دیني ازموینه اخلي. په دې ازمونه کې د خصوصي موسسو روغتیاپالان هم کډون لري.

په ننګرهار کې ځینو روغتیاپالانو او ډاکترانو نن شنبه د (وږي ۲۲مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې ازموینه کې ۱۵۰ پوښتنې له مخکې څخه ورکړل شوي دي او د طالبانو امربالمعروف ریاست ورته ویلي چې په ازموینه کې به له دې څخه پوښتنې راځي.

ددې پوښتونو یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده، دې کې یو پوښتنه دا ده، چې په اسلام کې د نکاح مهر څومره دی او په ځواب کې لیکل شوي، چې لس زره کلدارې.

طالبانو د امربالمعروف ریاست نه یوازې په ننګرهار کې له روغتیاپلانو دیني ازموینه اخلي بلکې له دې وړاندې هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو شمیر نارینه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و،چې طالبانو د نارینه نرسانو د ګومارنې په موخه ازموینه اخیستې ده خو په دې ازموینه کې یوه پوښتنه د دیني مسایلو وه، چې پکې راغلي و: « د غسل فرضونه څو دي؟»

د طالبانو امربالمعروف د ازموینې په لیکل شوي متن کې زیاتې تېروتنې هم موجودې دي.

نور خبرونه

رادیو