د نیپال د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې د سترې محکمې پخوانۍ قاضیالقضات، سوشیلا کارکي، د هېواد د موقتي مشرې په توګه ټاکل شوې ده. دا پرېکړه د هغو تاوتریخوالو وروسته شوې چې د فساد ضد لاریونونو پر مهال د لومړي وزیر کی پي شرما اولي استعفا ته اړ کړ.
د ولسمشر د دفتر د معلوماتو له مخې، ۷۳ کلنه کارکي به د پنجشنبې په ورځ د شپې ۸:۴۵ بجې د محلي وخت له مخېلوړه وکړي.
سوشیلا کارکي تر اوسه پورې د نیپال په تاریخ کې یوازینۍ ښځه ده چې د سترې محکمې د قاضیالقضات په توګه یې دنده ترسره کړې ده.
د راپورونو له مخې، د دوشنبې او سهشنبې د ورځو په تاوتریخوالو کې لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوي او له ۱۳۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.