د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند: د امریکا او هند د دفاعي تړون په اړه مو خبر ترلاسه کړی

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې پاکستان د امریکا او هند ترمنځ د دفاعي تړون په اړه خبر ترلاسه کړی دی.

طاهر اندرابي ویلي، چې دوی پر سیمه باندې د امریکا او هند د دفاعي تړون د اغیزو په اړه بیاکتنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند زياته کړې، چې د پاکستان وسله‌ وال ځواکونه د هند د پوځي تمريناتو څارنه کوي او که هند کوم تهاجمي ګام پورته کړي، نو پاکستان به ورته بشپړ او قوي ځواب ورکړي.

طاهر اندرابي وویل، دا پوښتنه باید له هند څخه وشي، چې پاکستان څو هندي جنګي الوتکې نسکورې کړې دي، ځکه حقيقت ښايي د هند لپاره ډېر تریخ وي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان او افغانستان د اړيکو پرمختګ به هند خوشحاله نه کړي، خو د هند خوښي يا ناخوښي د پاکستان لپاره هېڅ ارزښت نه لري.

د یادونې وړ ده، چې امريکا او هند لس کلن دفاعي تړون لاسليک کړی، چې له مخې به د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د جنګي وسايلو د پېرلو او د اسانتياوو د برابرولو لپاره لاره هواره شي.

نور خبرونه

رادیو