ترکیه د غزې د اوربند او راتلونکو اقداماتو په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه‌توب کوي

۶ ساعتونه مخکې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان ویلي، چې د یو شمېر مسلمانو هېوادونو مشران د راتلونکې دوشنبې په ورځ په استانبول کې راټولیږي او د غزې د اوربند او راتلونکو اقداماتو په اړه بحث کوي.

فیدان په انقره کې د یوې خبرې ناستې پرمهال ویلي، چې د غزې د اوربند په اړه غونډه کې به د ترکیې په کوربه‌توب د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي امارات، اردن، پاکستان او اندونیزیان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي. فیدان زیاته کړې:«اوسني بحثونه د ثبات ځواک په اړه دي او همدارنګه پر دې بحث کوو، چې څنګه دویم پړاو ته پرې لاړ شو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل لومړي وزیر نتنېاهو تېره اوونۍ په غزه کې د اوربند څارنې لپاره د ترکیې د ځواکونو رول سره مخالفت څرګند کړی و.

نور خبرونه

رادیو