د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې مشر واسیلي مالیوک وايي، اوکراین په روان کال کې تردې مهاله د روسیې د تېلو او انرژۍ پر ۱۶۰ تاسیساتو بریدونه کړي دي. نوموړي زیاته کړې چې دغه ډول برېدونو ته به دوام ورکړي.
د اوکراین د امنيتي خدماتو ادارې مشر په وینا، له دغو بریدونو هدف د روسیې د اقتصادي او پوځي ظرفیت کمزوري کول دي. نوموړی تمه لري چې دا بریدونه به د روسیې د جګړې د تمویل پر وړتیا منفي اغېز ولري.
د راپورونو له مخې، په وروستیو ورځو کې اوکرایني ځواکونو د روسیې په بېلابېلو سیمو کې د تېلو او ګازو اړوند تاسیساتو بریدونه کړې دي.

