د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي، چې متحده ایالاتو د هند سره ۱۰ کلن دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.
د رویټرز راپور له مخې، هېګسېت له خپل هندي سیال راج نات سنګ سره له لیدنې وروسته پر اېکس لیکلي، چې دا تړون د سیمهییز ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري.
همدا راز هېګسېت زیاته کړې چې یاد تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ، د معلوماتو د تبادلې او تخنیکي همکارۍ کچه پیاوړې کوي.

