احمد الشرع سوري چارواکو ته امر کړی چې خپلې قېمتي موټرې حکومت ته وسپاري

۵ ساعتونه مخکې

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی، چې د خپلو لوړبیه موټرو کلياني حکومت ته وسپاري.

رویټرز راپور ورکړی چې احمد الشرع د خپل ورور دفتر هم تړلی او له دولتي ادارو یې غوښتي چې له هغه سره همکاري ونه کړي، ځکه چې هغه د کورنۍ له نوم څخه ناوړه اسفتاده کړې وه.

احمد الشرع په ​​ادلب ښار کې، یوې غونډې د ۱۰۰ څخه زیات ګډونوال په لوکسو موټرو کې د ورتګ تر لیدلو وروسته وویل: «زه نه پوهیدم چې د حکومت تنخواوي دومره لوړې دي!»

هغه په ​​همدې غونډه کې راټولو شویو چارواکو او سوداګریزو مشرانو ته وویل: «ایا تاسو هیر کړي دي چې تاسو د انقلاب اولاد یاست؟ دومره ژر د مال او شتمنۍ وسوسه مو ولیدله؟»

د ملېشو پخوانی قوماندان، چې اوس د سوریې واکمن دی د ولسمشر بشارالاسد له نسکوریدو راهیسې ۱۰ نا ارامه میاشتې تیرې کړې دي.

احمد الشرع د اګست په ۳۰مه په یوه غونډه کې دولتي کارمندانو ته ویلي، چې که دوی د خپلو لوکسو موټرو کیلي ونه سپاري نو دوی به د غیرقانوني عاید په اړه د څېړونو سره مخ شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د غونډې ځینو برخوالو، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي ویلي، چې له وینا وروسته یوازې یو څو کسانو خپل د موټرو کلۍ سپارلې.

د سوریې د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دا یوه «دوستانه او غیررسمي ناسته» وه، چې احمد الشرع پخوانیو قوماندانانو، چارواکو او مشهورو کسانو سره وکړه او پکې د سیاسي او امنیتي ننګونو او د «پخواني رژیم له لوري جوړ شوي د پانګونې د فرهنګ د بدلون اړتیا» په اړه خبرې وکړې.

دغه وزارت رویټرز ته وویل:«هغه ټینګار وکړ چې د دولتي مامورینو فساد به هېڅکله ونه زغمي.»

وزارت دا رد کړل، چې د موټرو د کلۍ سپارل شوي.

احمد شرع دوه وروڼه لري، چې دواړه په حکومت کې مهم مقامونه لري.حازم د کورني او بهرني سوداګرۍ او پانګونې څارنه کوي او ماهر چې د ښځو ډاکټر دی د ولسمشرۍ دفتر عمومي منشي دی او رسمي غونډې او لیدنې سمبالوي.

احمد شرع وروسته له هغه چې د خپل سوداګر ورور جمال له لوري د کورنۍ نوم څخه د ناوړه استفادې قضیه ولیده، د هغه دفتر وتاړه او دولتي ادارو ته یې امر وکړ چې له هغه سره معامله ونه کړي.

د سوریې څو چارواکو ویلي، چې احمد شرع پر خپلو خپلوانو د تکیې دلیل دا و، چې د بشار الاسد د حکومت له ناڅاپي سقوط وروسته رامنځته شوی اداري خلا ډکه کړي.

نور خبرونه

رادیو