جرمني له پاکستان څخه یوه ۱۴ کسیزه ډله افغان پناه‌ غوښتونکي ولېږدوله

۲ ساعتونه مخکې

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه د افغانانو یوه ۱۴ کسیزه ډله د دغه هېواد هانوور ښار ته رسېدلې ده.

د دویچه‌‌ویله د راپور له مخې، دا په جرمني کې د ایتلافي حکومت له جوړېدو راهیسې د افغان پناه‌غوښتونکو درېیمه ډله ده، چې دغه هېواد ته لېږدول کېږي.

د فریدریښ مېرڅ په مشرۍ د جرمني ایتلافي حکومت له رامنځته کېدو وروسته په مې میاشت کې د افغان کډوالو د لېږدونې پروګرام وځنډاوه. په داسې حال کې چې د جرمني تېر حکومت یو زیات شمېر افغانان له افغانستان څخه په دې تمه پاکستان ته لېږدولي و، چې په خپل هېواد کې به پناه ورکوي.

خو پاکستان بیا د افغان کډوالو د اېستنې په لړ کې یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني اړوندو میلمستونونو کې یې شپې او ورځې تېرولې، په زوره بېرته افغانستان ته استولي دي.

د پاکستان دغې چارې او د جرمني له لوري د منل شویو افغان پناه غوښتونکو پڅ بهیر هم د بشري حقونو اړوندو سازمانونو اندېښنې راپارولي دي.

د جرمني د حکومت په وینا، نږدې ۱،۹۱۰ افغان پناه‌غوښتونکي چې د جرمني له لوري د منلو ژمنه ورسره شوې لا هم په پاکستان کې پاتې دي.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر نور افغان پناه‌غوښتونکو د جرمني محکمو ته له شکایت کولو وروسته د محاکمو له لوري د ویزې ورکړې ادارې یادو کسانو ته د ویزې پر ورکړې مکلفې شوې او ورسره دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو