پاکستانی ډېپلوماټ: د ای‌اس‌ای د مشر د سفر پر مهال د سي‌‌ای‌اې مشر هم کابل کې و

۲ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د جمهوریت له سقوط څلور کاله وروسته، کابل ته د اې‌اېس‌اې د پخواني مشر فیض حمید د سفر جزییات افشا کړل. منصور ویلي، هغه وخت یوازې فیض حمید نه، بلکې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي‌ای‌اې) مشر هم کابل کې و.

منصور احمد خان په یوه پاډکسټ کې څرګنده کړه چې د فیض حمید د سفر پلان محرم و، خو ناڅاپه هغه په کابل کې د سرینا هوټل په لابي کې له نړیوالو خبریالانو سره مخامخ شو.

نوموړي زیاته کړه، په هغو ورځو کې یوازې د ای‌اېس‌ ای مشر نه، بلکې د ګڼو نورو هېوادونو استخباراتي چارواکي هم کابل ته راغلي وو.

د هغه په وینا، نړیواله ټولنه د افغانستان د روانو بدلونونو په اړه سخته اندېښمنه وه او هماغه مهال د سي‌ای‌اې مشر هم کابل ته تللی و.

منصور خان وویل، لا روښانه نه ده چې د فیض حمید د حضور خبر څنګه رسنیو ته ورسېد. هغه یادونه وکړه چې په هغه وخت کې پنجشیر لا نه و سقوط او د افغانستان راتلونکی له ابهامه ډک و. «ایا هېواد به د بې‌ثباتۍ او کورنۍ جګړې پر لور لاړ شي، که طالبان به یوه ټولګډونه اداره جوړه کړي؟»

منصور احمد خان ټینګار وکړ، پرېکړه دا وه چې د ای‌ایس‌ای د مشر سفر باید پټ پاتې شي، خو کله چې جنرال حمید د سرینا هوټل لابي ته داخل شو او د معمول په څېر یې قهوه واخیسته، یوې ښځینه خبریالې ترې وپوښتل: «څه به پېښ شي؟» جنرال حمید په ځواب کې وویل: «هر څه به ښه شي.»

د پاکستان د پخواني سفیر په وینا، د دې صحنې خپرېدل پراخه اټکلونه راوپارول او د پاکستان پر ضد سخت تبلیغات روان شول، چې اسلام‌اباد یې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې او دوه مخي سیاست په تور یاداوه.

له دې پېښې دوه اوونۍ وروسته، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په څلورمه، د جنرال فیض حمید انځورونه د کابل په سرینا هوټل کې خپاره شول، چې په کې هغه په موسکا د قهوې ګیلاس په لاس نیولی ښکاري.

دا انځورونه په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه خپاره شول او په داسې وخت کې چې افغانستان د ویشل کېدو سره مخ و، د ډېرو افغانانو غوسه یې راوپاروله.

فیض حمید د عمران خان په حکومت کې د ای‌ایس‌ای مشر و او کابل ته د هغه سفر په خپله پاکستان کې هم لانجمن وګرځېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق دار، د خپل هېواد وروستیو ناامنیو ته په اشارې ویلي وو: «پاکستان د درې‌ستوري جنرال د یوې پیالې چای بیه پرې کوي.»

یاده دې وي چې تېر کال د پاکستان پوځ جنرال فیض حمید د «تاپ سټي» د استوګنیزې پروژې د فساد په تور ونیو او د هغه پوځي محاکمه یې پیل کړه.

نور خبرونه

رادیو