د کونړ ناورین

له بشرپاله مرستو پرته؛ د افغانستان د زلزلې پایلې به راتلونکو نسلونو ته پاتې شي

۳ ورځې مخکې

کارپوهان وايي، د افغانستان په ختیځ کې زلزلې چې د زرګونه کورنیو ژوند یې له‌منځه یوړ، یو داسې ناورین رامنځته کړی چې ښايي اغېزې یې راتلونکي نسلونه اغېزمن کړي. زرګونه کورنیو خپل سرپناه او څاروي له لاسه ورکړي؛ خو زلزله‌ځپلو کلیو ته لا تر اوسه ډېرې کمې مرستې رسېدلې دي.

۵۲ کلن عبدالغفار له خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ سره د ننګرهار د زلزلې له وخته تر اوسه د یوه پلاستیک تر سیوري لاندې ژوند کوي. د هغه د ډبرو جوړ کور دېوالونه درز شوي، چتونه یې راغورځېدلي او دغه حالت هغه او کورنۍ یې اړ اېستې چې په بهر کې ویده شي. نوموړي وویل: «موږ یوازې یوې خیمې ته اړتیا لرو.»

دغه کس ویلي، چې طالب چارواکو د هغه کور د «نه‌اوسېدو ځای» په توګه نه‌دی ثبت کړی او دا مانا لري چې ښايي له مرستې محروم شي.

کور، ځمکه او مالونه د افغانستان د کلیوالو ډېری کورنیو لپاره یوازینۍ شتمني ده. د پیتسبورګ پوهنتون استاد جنیفر بریک مورتازاشویلي وویل: «په افغانستان کې کورنۍ خپله شتمني د کور، ځمکې او څارویو د پېرلو له لارې ساتي. کله چې زلزله دغه شتمنۍ له‌منځه یوسي، د کورنۍ ټول مالونه په یوه شپه له لاسه وځي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي سټیفن روډریګز ویلي، چې په ننګرهار او کونړ کې تر ۱.۳ مېلیون ډېر څاروي اغېزمن شوي او د غلو دانو زېرمې او د اوبو لګونې سېسټمونه ویجاړ شوي دي. د اوبو رسونې سېسټمونو ویجاړېدل د خوړو خوندیتوب او د کښت راتلونکي فصلونه ګواښي.

د ناروې د کډوالو شورا د راپور له‌مخې؛ تر اووه زرو ډېر څاروي تلف شوي او د اوبو لګونې اووه سېسټمونه له‌منځه تللي دي.

د نيوزيلنډ د وېکټوریا پوهنتون د طبيعي پېښو او اقلیمي بدلون اقتصاد استاد اېلان نېوي وویل: «کله چې دغه سرچینې له‌منځه لاړې شي، تولید کمېږي، د خوړو بیې لوړېږي او په اوږدمهال کې تغذیه او روغتیا، په ځانګړې توګه بې‌وزله کورنیو لپاره ترټولو ډېر زیان ویني.»

هغه زیاته کړه: «له مالي ملاتړ پرته بیارغونه به ډېر وخت ونیسي او د دغه ناورین اوږدمهالې پایلې ښایي ان راتلونکو نسلونو ته ورپاتې شي.»

ژمی ناورین لا پسې سختوي

طالب چارواکي وايي، چې له ۶ زرو او ۷۰۰ ډېر کورونه وران شوي او کورنۍ لا هم تر خېمو لاندې ژوند کوي.
د افغانستان د څېړنو د انسټيټيوټ مشر توماس بارفېلډ ويلي، چې راتلونکی ژمی به دغه ناورین نور هم ناوړه کړي.

زلزلې د افغانستان پر کمزوري اقتصاد سیوری غوړولی؛ هغه اقتصاد چې د بندیزونو، کنګل شویو شتمنیو او د مرستو د کمېدو له امله د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته سخت زیانمن شوی دی.

سږکال له پاکستان او ایرانه تر دوه مېلیونو ډېر افغانان اېستل شوي، چې دا کار د خوړو او استوګنځي پر بیو فشار ډېر کړی دی.

د نړۍوال ناورین ډلې غړی ابراهیم بهیس وايي: « پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته، د خصوصي بنسټونو فعالیتونه د مرستو د کموالي له امله لږ شوي او ان دولتي برخه هم تر فشار لاندې ده.»

هغه زیاته کړه: «هر کال د وچکالۍ او سېلاب ستونزې لرو، اوس زلزلې هم ورزیاتې شوې چې د افغانانو تراژیدي یې نوره پراخه کړې ده.»

ملګرو ملتونو ۱۴۰ مېلیونه ډالره مرسته غوښتې؛ خو داسې ښکاري چې دغه مرسته به ترلاسه نه‌کړي، ځکه د مرسته‌کوونکو هېوادونو ډېره پاملرنه غزې او اوکراین ته ده.

ډېری مرسته‌کوونکي هم د طالبانو د محدودیتونو له امله چې پر ښځینه مرسته رسوونکو لګول شوي، د بودجې له ورکړې ډډه کوي.

طالبان ښځې نه پرېږدي، چې له زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړي

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ اعلان کړی، چې طالبانو افغان ښځینه مرسته رسوونکې نه‌دي پرېښې چې زلزله‌ځپلو سیمو ته لاړې شي. یاد سازمان وايي، چې د طالبانو دغه اقدام د اړمنو او زیانمنو خلکو ته رسېدنه سخته کړې ده.

یوناما هم تایید کړې، چې طالبانو په کابل او څو نورو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ورتګ مخه نیولې ده.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د طالبانو پر دغه پرېکړې سخته اندېښنه ښودلې او له دغې ډلې یې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دغه بندیز پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو په وینا؛ (د وږي په ۱۶مه) طالب ځواکونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو د ننوتلو مخه نیولې ده. یادې ډلې په کابل، هرات او مزارشریف کې د ملګرو ملتونو د دفترونو مخې ته خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او د ښځینه کارکوونکو د ننوتلو مخه یې نیولې ده. طالبانو دغه کارکوونکو ته ویلي، چې ښځې په ملګرو ملتونو یا کوم بل سازمان کې د کار کولو حق نه‌لري.

نور خبرونه

رادیو