د خیبر پښتونخوا په هري پور کې د افغان کډوالو په پنډغالي کې پر یوې ۲۱ کلنې افغانې ښځې د پنځو کسانو له لوري جنسي تېری شوی.
د ځايي پولیسو په وینا، یاد ۵ تیري کوونکي یې نیولي دي.
د ځايي پولیسو په وینا، دغه ښځه دننه په کمپ کې تېره شپه (پنجشنبه د وږي ۲۰مه) له خپل ځایه ۱۶م لمبر کمپ ته روانه وه، چې د لارې په اوږدو کې پنځو کسانو شنو کروندو خوا ته کش کړه او د ښځې له مقاومت سره سره یادو پنځو کسانو پرې جنسي تېری کړی دی.
د پولیسو په وینا، له پېښې او د ښځې له شکایت وروسته یې د باچا، نادي، روزي خان، جاوېد او نصیر په نومونه ۵ تورن کسان نیولي او لا هم ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي
د دغې ښځې د کورنۍ غړي له اړوندو مسوولینو غواړي چې نیول شویو کسانو سخته سزا ورکړي.
سره له دې چې لا تر اوسه ځايي پولیسو د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویلي، خو د ځينو نیول شویو کسانو جامې افغانانو ته ورته ښکاري.