په افغانستان کې د جاپان سفیر دنده پای ته رسېدلې او پرځای یې نوی سفیر ټاکل شوی

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکويوشي کورمايا سره ددې ډلې د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د مخه ښې ليدنې خبر ورکړی.

یاد وزارت وايي، چې د نوموړي پرځای کینیچي ماساموتو د جاپان نوی سفیر ټاکل شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د (وږي ۲۳مه) د چاپان د سفیر په حواله لیکلي، چې نوموړي ویلي ځينې پاتې موضوعات بايد د مثبت تعامل او ډيالوګ په نتیجه کې حل او فصل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې لیدنه کې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو او د سیمې او نړۍ تر منځ د «مثبتو تعاملاتو» يادونه کړې ده.

متقي له افغانانانو سره د جاپان خواخوږي ستایلې او په دې وروستيو کې له زلزله ځپلو سره يې د جاپان د مرستو مننه کړې ده.

له دې وړاندې په افغانستان کې د چاپان سفیر اکويوشي کورمايا اندېښنه ښکاره کړې وه،چې د افغانستان خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، بهرنۍ مرستې کمې شوې او اقتصاد یې په ټپه ولاړ دی.

هغه ویلي و، چې جاپان د افغان مېرمنو ملاتړ کوي او هیله یې څرګنده کړې، چې طالبان به د ښځو په اړه له نسبتاً نرمې پالیسۍ څخه کار واخلي

په افغانستان کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له راتلو سره سم په موقت ډول د قطر هېواد ته انتقال شو، خو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې یې په کابل کې بېرته په فعالیت پیل وکړ.

نور خبرونه

رادیو