ملا برادر: د طوطي میدان د ګازو استخراج به پر وارداتي ګاز او برېښنا تکیه کمه کړي

۲ ساعتونه مخکې

ملا عبدالغني برادر په ګازي سیمو کې د عملي چارو پیل د پانګونې په برخه کې مهم ګام بللی دی او وايي، د طوطي میدان د ګازو سروې او را اېستلو پروژې په بشپړېدو سره به تر ډېره په افغانستان کې د ګازو اړتیا پوره شي.

طالبانو له ازبکستان سره د یوه تړون له مخې د یکشنبې په ورځ د جوزجان د طوطي میدان ګازو د سروې او اېستلو پروژې عملي چارې پیل کړې.

د یادې پروژې په پرانېسته کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه پروژه د پانګونې په برخه کې مهم ګام بللی او وايي، ګڼو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر شي.

برادر زیاته کړې، چې د جوزجان د طوطي میدان ګازو سروې او اېستلو پروژې سره به تر ډیره په افغانستان کې د ګازو اړتیا پوره شي او پر وارداتي ګازو او برېښنا به تکیه را کمه شي.

ملا برادر ویلي:«په تدریجي توګه به بهر ته د ګازو د صادرولو زمینه مساعده شي. په دې سره به د سوداګرۍ انډول تر یوې کچې برابر او په لویه کې به د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.»

دغه طالب چارواکي له ازبکستاني قراردادې شرکت څخه غوښتنه کړې، چې د ګازو سروې او استخراج د قرارداد د اصولو او معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول تر سره کړي.

ملا برادر وايي، د پانګوالو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې او یو ځل بیا یې کورنیو او بهرنیو پانګونوالو ته بلنه ورکړه، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

نور خبرونه

رادیو