هبت الله اخوندزاده د طالبانو د مرکزي دارالافتا نوی رییس وټاکه

۲ ساعتونه مخکې

شیخ خیر جان خیرخواه د طالبانو د مشر د حکم له مخې د دې ډلې د مرکزي دارالافتاء د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی. خیرخواه وړاندې د دې ډلې د سترې محکمې د نظامي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

د طالبانو ویاندویانو اعلان وکړ، چې د هبت الله د حکم پر اساس د دې ډلې د سترې محکمې اړوند د یو شمېر طالب چارواکو په دندو کې ادلون بدلون راغلی دی.

د هبت الله د حکم له مخې، د طالبانو د سترې محکمې نظامي مرستیال د دې ډلې د مرکزې دارالافتا د لوی رییس په توګه ټاکل شوی او د سترې محکمې پخوانی قضايي مرستیال شیخ سردار محمد ابو الفیضان یې د سترې محکمې د نظامي مرستیال په توګه په دنده ګومارلی دی.

د طالبانو مشر تردې وړاندې هم د خپلو حکمونو پر اساس د طالب وزیرانو، والیانو، امنیه قوماندانانو په ګډون د ګڼو ادارو د مسوولینو په دندو کې هم ادلون بدلون راویستی، خو نوموړي په خپلو ټاکنو کې ټول طالب چارواکي له یوې ادارې په بله اداره کې په دندو ګومارلي او له طالبانو پرته نور څوک نه دي ګومارل شوي.

نور خبرونه

رادیو