د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وویل چې له طالبانو سره په ټولو خبرو اترو کې، اصلي اجنډا تل د یرغمل نیولو، تښتونې، ترهګرۍ او وژنې په څېر مسالې دي.
د صالح په وینا، د طالبانو د فعالیتونو په اړه د ګاونډیانو اندېښنې هم له دې ډلې سره د خبرو برخې دي.
د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه د (وږي ۲۳مه) پر خپل اېکس ولیکل، چې د مخدره توکو قاچاق، په ځانګړې توګه میتامفیتامین، د تریاکو کښت، د ښوونځیو تړل، د عصري زده کړو مخنیوی، د مېرمنو له اساسي حقونو سرغړونه او سیاسي بندیانو ته په لاسرسي کې محدودیتونه هم له دې ډلې سره د خبرو اترو د اجنډا برخه وه.
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بولر د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره یوځای د شنبې په ورځ کابل ته ناڅاپي سفر وکړ.
طالبانو وویل چې د ادم بولر د سفر موخه "د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو تبادلې، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لارو چارو، پانګونې او په افغانستان کې د نورو فرصتونو" په اړه بحث کول وو.