د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په خیبر پښتونخوا کې پاکستاني سرتیرو ته تر درنې مرګ ژوبلې اوښتو وروسته راتلونکې اونۍ کابل ته سفر کوي او د ټي ټي پي او افغان طالبانو ترمنځ د اړیکو په تړاو خپل پیغام له طالب مشرانو سره شریکوي.
پاکستاني رسنیو د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې محمد صادق به د راتلونکي اونۍ په لومړیو ورځو کې کابل ته سفر وکړي او د یاد سفر په ترڅ کې به د افغان طالبانو له خوا له ټي ټي پي سره د همکارۍ او هغوی ته د خوندي پناه ځایونو ورکولو موضوع له کابل سره شریکه کړي.
په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان طالبانو ته داسې سندونه وړاندې کړي، چې ټي ټي پي له هند څخه د پیسو په ترلاسه کولو ترهګر روزي او وسلې ترلاسه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د دغه هېواد چارواکو تردې وړاندې هم د ټي ټي پي او کابل ترمنځ د ژورو اړیکو د پرې کولو او شکایتونو په اړه افغانستان ته سفرونه کړي دي، خو طالبانو تل ویلي، چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډيو هېوادونو پر ضد وکاروي.صادق خان کابل ته پر داسې مهال سفر کوې چې د سپټمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې نیټې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د نښتو په ترڅ کې ۱۹ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
پر همدغه مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره ورځ د پاکستاني سرتیرو د جنازې په مراسمو کې تر ګډون وروسته ویلي و، چې افغانستان د ترهګرو او پاکستان ترمنځ باید یو انتخاب وکړي او د دې مسالې په اړه هېڅ ډول ابهام ورته د منلو وړ نه دی.
د پاکستان لومړي وزیر ادعا کړې وه، چې افغانان د پاکستان په ترهګریزو پېښو کې ښکیل دي.