د جرمني د بیلډ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت کابل ښار ته د جرمني د یوه پلاوي استولو پلان تنظیموي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د پلان له مخې به افغانان نور د چارټر الوتکو پرځای په عادي الوتکو کې افغانستان ته استول کیږي.
د بیلډ د مالوماتو له مخې، د جرمني حکومتي استازو او د طالبانو ترمنځ پټې خبرې روانې دي.
بیلډ وايي، د سپټمبر په لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت یوه جرمني پلاوي له طالبانو سره په قطر کې لیدلي، څو د ستنېدنې منظم میکانیزم جوړ کړي. اوس د جرمني د کورنیو چارو وزارت د قطر په منځګړتوب کابل ته د خپلو استازو پر استولو کار کوي، څو خبرې هلته دوام وکړي.
د۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، یوازې دوه ځلې له جرمني نه افغانستان ته د اخراج الوتنې ترسره شوې دي. د ۲۰۲۴ کال په مني کې ۲۸ تنه او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې ۸۱ تنه افغان خطرناک مجرمان بېرته شړل شوي وو.
د جرمني د کډوالو فدرالي ادارې (BAMF) په دوبي کې اعلان وکړ چې شاوخوا ۱۱زره او ۵۰۰ افغانان په جرمني کې د اخراج وړ ګڼل کېږي.
خو د کډوالو مدافع سازمانونه د افغانانو د بېرته شړلو بشپړ درول غواړي.
د پرو ازیل ډلې په وینا، « په افغانستان کې د سخت وضعیت له کبله هر ډول اخراج د نړیوالو قوانینو خلاف دی، ځکه د شکنجې او غیرانساني چلند خطر شته».
د بیلډ د مالوماتو له مخې، د الکساندر دوبرینت تر مشرتابه لاندې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د افغانستان پر لور د نورو کسانو د اخراج لپاره چمتووالی نیسي. ټاکل شوې ده چې دغه اخراج تر پخوا ډېر اسانه، منظم او په پراخه کچه ترسره شي. د اخراج چارې به نور یوازې د کرایه شویو ځانګړو الوتکو (چارټر) له لارې نه وي، بلکې افغانان به د عادي الوتنو له لارې بېرته ستانه شي.
د بیلډ د مالوماتو پر بنسټ، د جرمني حکومتي استازي اوس مهال له طالبانو سره خبرې کوي.
د سپټمبر په پیل کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي له طالبانو سره په قطر کې لیدلي، څو د اخراج لپاره منظم میکانیزم رامنځته کړي. بیلډ وايي، اوس د کورنیو چارو وزارت کابل ښار ته د پلاوي استولو پلان تنظیموي، څو خبرې هلته دوام ومومي.
د جرمني حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.