په خېبرپښتونخوا کې ۷ پاکستاني پوځیان او ۱۹ وسله‌وال وژل شوي

۴ ورځې مخکې

پاکستاني چارواکي وايي، چې پرون (پنج‌شنبه،د وږي ۲۰مه) د خېبرپښتونخوا ایالت په «کوز دېر سر بانډې کلي» کې د یوې نښتې په ترڅ کې لږترلږه اووه پوځیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. د یو بل پوځي د نادرکۍ راپور هم ورکړل شوی دی.

دغه نښته هغه مهال رامنځته شوې، چې وسله‌والو د سر بانډې په غرنۍ سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې؛ ټپیان سیمه‌ییزو روغتونونو ته وړل شوي او عملیات لا هم روان دي.

په یوې بلې جلا پېښه کې وسله‌والو په «لجبوک» کې د پاکستاني پولیسو پر یوې پوسته برید وکړ، خو ویل کېږي چې پولیسو وکولای شول چې دغه برید په شا وتمبوي.

ورته‌مهال د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) اعلان وکړ، چې په مومندو، شمالي وزیرستان او بنو ولایتونو کې د جلا، جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي دي. پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې له هغوی څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د پاکستان پوځ له‌خوا دغه عملیات داسې مهال کېږي، چې خېبرپښتونخوا او په ځانګړې توګه د دغه ایالت شمالي او سوېلي وزیرستان سیمې د پوځ او وسله‌والو ډلو ترمنځ د سختو نښتو شاهدانې دي. د یادونې ده، چې وخت ناوخت په دغه نښتو کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم ورکول کېږي.

نور خبرونه

رادیو