د پاکستاني ځواکونو او د ټي‌ټي‌پي جنګیالیو مړي سره تبادله شول

۱ ساعت مخکې

د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یوې ځايي جرګې په منځګړیتوب د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو تر منځ د وژل شویو جنګیالیو مړي سره تبادله شوي دي. په دې لړ کې ۷ مړي د پاکستاني پوځ او ۱۱ یې د ټي‌ټي‌پي جنګاليو وو. دغه جنګیالي په پښتونخوا کې وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې؛ د پاکستاني طالبانو تحریک په وژل شویو جنګیالیو کې د دغې ډلې یو پېژندل شوی غړی مولوي فرید منصور هم شامل دی.

یوه ځايي پاکستاني خبریال ویلي، چې په دې لړ کې د وزیر په نوم د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان مړی هم تبادله شوی دی. دغه قوماندان درې میاشتې له پاکستاني ځواکونو سره زنداني و.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې (د وږي له ۱۹مې بیا تر ۲۲مې نېټې) پورې د پښتونخوا ایالت په یو لړ عملیاتو کې ۱۹ پاکستاني پوځیان او ۴۵ د ټي‌ټي‌پي جنګیالي وژل شوي دي. د پاکستان حکومت ادعا کړې، چې په دې جګړو کې ځينې افغانان هم ښکېل وو.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چې د وژل شویو پاکستاني پوځیانو د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره پښتونخوا ته تللی و، د شنبې په ورځ یې په توندو ټکو افغان طالبانو ته ګواښ وکړ، که د پاکستاني طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي؛ نو اسلام‌اباد به خپلې اړیکې ورسره پرې کړي.

هغه وویل: «افغان طالبان باید د پاکستان او پاکستاني طالبانو ترمنځ یوه لاره غوره کړي. هغوی نه‌شي کولای، چې پر یوه وخت هم د یاغیانو کوربه وي او هم زموږ سره د اړیکو عادي کېدو تمه ولري.»

په پاکستان کې په وروستیو وختونو کې د پوځ او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې ډېرې شوې دي. دغه نښتې او بریدونه ډېری یې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون‌پالو له‌خوا شوي دي.

نور خبرونه

رادیو