امرالله صالح: په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې بغاوت د پاکستان له کنټروله وتلی

۱۰ ساعتونه مخکې

د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح وايي، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې بغاوت د پاکستان له کنټروله وتلی.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د دواړو ایالتونو د ولسونو سیاسي ملاتړ له لاسه ورکړی او یوازې د زور په کارولو هڅه کوي وضعیت تر کنټرول لاندې وساتي.

صالح پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «په بلوچستان کې بغاوت د منځنۍ کچې او په خیبر پښتونخوا کې پرمختللې مرحلې ته رسېدلی دی. ښکاري چې پاکستان په دواړو سیمو کې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړی او یوازې په زور او عسکري عملیاتو تکیه کوي. د تاریخ له مخې دا ډول جګړې چې پاکستان یې تجربه لري، د بېلابېلو داخلي او بهرنیو عواملو له کبله نه شي ګټل کېدای.»

د صالح په وینا، د ډیورند کرښه په قصدي ډول «پرانیستې او نفوذپذیره» پرېښودل شوې ده څو کابل کمزوری شي او د اسلام‌اباد په مدار کې یو حکومت واک ته ورسېږي.

هغه زیاتوي چې د دغې تګلارې پایله اوس د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ژور ټپونه دي چې «تر اوږدې مودې به وینه وکړي.»

صالح دا هم ویلي، که څه هم پاکستان هڅه کوي د دغو خوځښتونو ماهیت بدل وښيي، خو په اصل کې دا «بېلابېلې پوښلې بېلتونپالې هلې ځلې» دي چې د اوږدمهاله نارضایتۍ ریښې لري.

هغه په خپلو څرګندونو کې زیاتوي: «رښتینی تحلیل تل تریخ وي او زه پوهېږم چې زما خبرې به د پاکستان د پوځ د عمومي قرارګاه «جي ایچ کیو»احساسات خوږمن کړي، خو حقیقت له پامه نشي غورځېدلای.»

صالح دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نن د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د پاکستان د پوځ پر یوه کاروان د وسلوالو برید شوی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې برید کې ۱۲پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. بریدګر تښتېدلي او پوځ سیمه محاصره کړې ده. د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو ځايي سرچینې وايي دا ډول بریدونه زیاتره وخت د تحریک طالبان پاکستان او نورو بغاوتي ډلو له خوا ترسره کېږي.

بلخوا د پاکستان پوځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې، چې په یادو برېدونو کې د افغان اتباعو لاس و او د افغانستان له خاوري څخه په استفاده یې په پاکستان کې برېدونه کړې دي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې له افغان طالبانو غوښتنه شوې، چې د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې د افغان وګړو لاس لرل یا هم له افغان خاورې د ترهګریزو فعالیتونو پلانولو ادعا کوي، تر دې مخکې یې هم ورته ادعاوې کړي، خو د افغان طالبانو لخوا دا تورونه رد شوي دي.

شنونکي وايي چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا وسلوال مقاومت د پاکستان د کورني امنیت تر ټولو ستر ګواښ ګرځېدلی دی. د هغوی په باور، د اسلام‌اباد د سیاسي حل د نشتوالي او پر وسلوالو عملیاتو د زیات تکیې له امله، امکان لري چې بغاوت لا نور هم پراخ او اوږدمهاله شي.

په همدې حال کې، د امرالله صالح څرګندونې د سیمه‌ییزو حالاتو له تازه تحولاتو سره یوځای د دې ښکارندويي کوي چې د پاکستان لپاره د بغاوتونو مهارول نه یوازې په نظامي، بلکې په سیاسي کچه هم سختې ننګونې زېږوي.

نور خبرونه

رادیو