د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د روغتیا نړیوال سازمان درې کارکوونکي تښتول شوي

۳ ساعتونه مخکې

د خیبر پښتونخوا ایالت د ټانک ولسوالۍ د ملازيو په سیمه کې د پولیو د کمپاین د څارنې لپاره تللي د روغتیا نړیوال سازمان درې کارکوونکي د ناپېژانده وسله‌والو له لوري تښتول شوي دي.

پولیس وايي پېښه د ملازۍ د عمرکوټ په سیمه کې شوې ده.

د تښتول شویو کسانو په ډله کې د روغتیا نړیوال سازمان د ولسوالۍ د څار مشر ډاکټر احسان‌الله، د اتحادیې شورا د ټولنیزې روغتیا همغږوال حکمت‌الله او د اتحادیې شورا د لومړنۍ روغتیا مسوول عبدالله شامل دي.

یاد ټیم د پولیو د څارنې لپاره سیمې ته تللی و، چې پر لاره د وسله‌والو له لوري ونیول شو.

د ټانک د پولیسو مشر شبیر حسین شاه رسنیو ته ویلي، چې له پېښې وروسته پولیسو په لوی شمېر سرتېري سیمې ته لېږلي او په ملازۍ او شاوخوا سیمو کې د پلټنې عملیات روان دي.

نوموړي زیاته کړې، تر اوسه د تښتول شویو کارکوونکو په اړه هیڅ مالومات نه دي ترلاسه شوي.

نور خبرونه

رادیو