د پاکستان پوځ وايي په لکي مروت او بنو کې یې ۳۱ جنګیالي وژلي

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ وايي، د خېبر پښتونخوا په لکي مروت او بنو ولسوالیو کې یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په دوو بېلو عملیاتو کې ۳۱ جنګیالي وژلي دي.

دغه عملیات داسې مهال کیږي، چې تېره اونۍ په سویلي وزیرستان کې د جنګیالیو په بریدونو کې ۱۹ پوځیان وژل شوي وو.

د پاکستان د پوځ د رسنیو برخې د دوشنبې په ورځ وویل، چې لومړی عملیات په لکي مروت ولسوالۍ کې د وسله والو د حضور د راپورونو پر اساس ترسره شول او ۱۴ تنه پکې ووژل شول.

پاکستانی پوځ وايي، په بنو ولسوالۍ کې یې هم په جلا عملیاتو کې ۱۷ نور وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ دغو جنګیالیو ته د هند تر ملاتړ لاندې جنګیالیو اصطلاح کارولې ده.

دغه عملیات داسې مهال دي، چې تېره اونۍ په سویلي وزیرستان کې د جنګیالیو په بریدونو کې ۱۹ پوځیان وژل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو