افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رسېدلي سند کې چې د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري صادر شوی، د ښوونځي په پنځو مضامینو کې د یادو درسونو (عنوانونو) په تړاو په تفصیل سره خبرې شوي او د حذفولو دلایل یې هم د «اسلامي لارښوونو» او د طالبانو د پالیسیو ضد بلل شوي دي.
افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د رسېدلي ۳ مخیز سند له مخې، د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست «حبیب الله آغا» د روان هجري- سپوږمیز کال په پیل کې د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال په مشرۍ یوې تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارله، څو د اسلامي لارښوونو، د طالبانو د پالیسیو او د ښوونیزو معیارونو په رڼا کې د شته ښوونیز نصاب له لومړي تر ۱۲م ټولګي پورې د کتابونو منځپانګې وڅېړي.
یادې کمېټې له خپلو څېړنو وروسته د ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د کتابونو په منځپانګو کې ۵۱ درسونه له «اسلامي لارښوونو»، د طالبانو له پالیسیو او له «ښوونیزو معیارونو» سره په ټکر کې بللي او د ښوونځيو له پلان او درسي بهیر څخه یې د حذفولو وړ ګڼلي او دغه وړاندیز شوي موضوعګانې د طالبانو د رييس الوزرا له لوري هم تایید شوي دي.
افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د رسېدلي سند له مخې، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست حبیب الله اغا لاسلیک هم پکې لیدل کېږي ویل شوي، «د پوهنې محترم ولایتي او د کابل ښار ريیسان مکلف دي تر څو د ولسوالیو د پوهنې امرینو، د ښوونځيو امرینو او مدیرانو ته لارښوونه وکړي تر څو هر ښوونکی په نښه شوي ۵۱ درسي عنوانونه په دقت سره وګوري او یاد درسونه په خپلو درسي کتابونو کې په نښه او په راتلونکې کې یې د درسي پلانونو او تدریسي بهیر څخه حذف کړي.»
د سند پر بنسټ د ښوونځي له لومړي تر ۱۲م ټولګي پورې په پنځو مضمونو (په پښتو، دري، تاریخ، ټولنیز لوستونه او انګلیسي) کې ۵۱ درسونه لکه، «حضرت علي رض، د حضرت علي رض خلافت، بیرغ، ازادي، د ښوونکي ورځ، مور، د وطن ترانه، د ښځو حقوق، انساني حقونه، په ټولنیز ژوند کې د ښځو ونډه، بشرپالنه، پسرلی، د بشري حقونو نړۍوال کمېسیون، رسمونه او ولسي ترانې، ملي یووالی، د سولې نړۍ، د بامیان مجسمې، د خلکو په پوهاوي کې د رسنیو نقش، ولسواکي، اساسي قانون، زموږ دولت، ملي شورا، ولسي جرګه، مشرانو جرګه، اجراییه قوه، قضایه قوه، د ماشومانو حقونه، د بُن غونډه، لنډ مهاله اداره، بېړنۍ لویه جرګه، د افغانستان انتقالي اسلامي دولت، د هېواد د بیا رغونې پیل، د جمهوري ریاست ټاکنې، جرګه، فولکلور، ولسي نرخونه، د ګل سرخ مېله، د افغانستان د موسیقۍ پلار استاد قاسم افغان، ښځې او لنډۍ، د دوستۍ څرنګوالی درسونه دي، حذف شوي دي.
په سند کې ویل شوي، «په پورته ډول سره د عمومي زده کړو له (۱-۱۲) ټولګي د ښوونیز نصاب په موجوده کتابونو کې پرته له ساینسي مضامینو د موظفې کمېټې له لوري په نښه شوي موارد چې د شریعت او د طالبانو له اصولو او پالیسیو سره په ټکر کې دي، مطالعه او د یو لړ اصلاحاتو په راوستلو سره د تایید وړ دي څو د ښوونکو له تدریسي پلان څه حذف شي.»
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، طالبانو له څلورو کلونو وروسته ۵۱ موارد له تعلیمي نصابه حذف کړي او په وینا یې طالبان دې ته «په ښوونیز نصاب کې اصلاحات» وايي.
اندړ زیاتوي، «وايي چې دا موارد د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې دي، په حقیقت کې داسې نه ده، بلکې دا موارد د طالبي شریعت او طالبي امارت له اصولو سره په ټکر کې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې، همدا څه موده مخکې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت هم په ورته اقدام کې د هېواد په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو کې د بېلابېلو څانګو ۱۸ مضمونونه د «شریعت او د نظام له پالیسي سره د ټکر» له امله حذف کړي و.