د کډوالو لپاره د ناروې شورا «این ار سي» عمومي منشي «یان اېګلند» ټینګار کړی، چې د نړیوالو مرسته کوونکو لهخوا بېړنۍ او انعطاف منونکې بودجه د ختیځ افغانستان زلزلهځپلو خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره اړینه ده.
نوموړي ویلي، د دې شورا ټیمونه د زلزلې له لومړۍ ورځې وروسته په ځپل شویو سیمو کې حضور لري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې بیړنۍ مرستې وړاندې کړي دي.
د ده په وینا، په دغو مرستو کې د پاکو اوبو برابرول، د حفظالصحې کڅوړې، ژمنیو اړینو توکو وېش او څو اړخیزې نغدي مرستې شاملې دي.
دغه شورا زیاتوي چې هڅې روانې دي تر څو د اوبو شبکې بېرته فعاله کړي، زیانمن شوي تشنابونه ورغوي او د زرګونو کسانو ویجاړ شوي کورونه بېرته ورغوي.
د«این ار سي» په وینا، په کونړ ولایت کې یې د نورګل ولسوالۍ په یوه خوندي ځای کې یو مرکز هم جوړ کړی چې هلته د بیړنیو کمپونو د جوړولو او د مرستو د چټک رسولو زمینه برابره شوې ده.
یان اېګلند ټینګار کړی: «له ځایي مشرانو (طالبانو) سره نږدې همکاري کول خورا مهم دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې تر ټولو زیانمنونکو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو ته رسېږي.»
هغه له نړیوالو مرسته کوونکو وغوښتل چې د عاجل او انعطاف منونکې بودجې په برابرولو کې دې مرسته وکړي، څو د اړتیا وړ مرستې په سمه توګه اړو کسانو ته ورسېږي