فضلي: د څوکیو ویش او بهرني فشارونه د مشروع ولسي نظام رامنځته کېدو پر وړاندې خنډونه ډېروي

۷ ساعتونه مخکې

د تیر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي چې، یوازې د څو افرادو یا ډلو د واک ویش د حکومت مشروعیت نه تضمینوي او د بومي ولسي سیاسي بهیرونو پر وړاندې خنډ جوړوي. نوموړی زیاتوي چې ځینې سیاسيون د خپلو لنډمهاله ګټو لپاره د «ټولګډونه حکومت» جوړول توجیه کوي.

فضل محمود فضلي د اېکس پوسټ له لارې څرګنده کړې چې ځینې سیاسي فعالان د نړۍوالو کنفرانسونو په چوکاټ کې د ځان او خپلو ډلو د ګټو لپاره د حکومتي څوکيو د ویش هڅه کوي، خو په اصل کې د مشروع نظام د جوړښت او د اساسي قانون د چوکاټ ملاتړي نه دي.

هغه زیاته کړې چې ځیني نور بیا د څوکۍ د اشغال لپاره د «سیاسي زلزلې» د رامنځته کېدو هیلې کوي او ځینې نور د راولپنډۍ د ګارنیزیون قوماندانانو ته نږدې کیږي، څو د چاودنو او ورانیو له لارې په واک کې د ګډون لار پرانیزي.

فضلي ټینګار کړی چې دا ټولې لارې د ولسي سیاست ضد، پردۍ او د اوسني غیرمشروع حاکمیت ملاتړ کوي، نو ځکه مردوده دي او د ملي ثبات پر وړاندې ګواښوونکي دي.

نور خبرونه

رادیو